د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې د پاکستان کونسلګرۍ يو کار کوونکی نارا اقبال، چې په رانا مشهور و، د دوشنبې په ماښام شاوخوا شپږ بجې جلال اباد کې د دوو موټر سايکل سپرو وسله والو له لوري د تومانچو په ډزو وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، د پاکستاني ويزو لګولو دغه کار کوونکی، چې ډيپلوماټ نه و، تېره ورځ د اصولو خلاف پرته له دې، چې امنيتي ارګانونه جريان کې کړي، جلال اباد ښار ته په سودا پسې وتلی و، چې بهر له دوه ساعته ځنډ تېرولو وروسته په درېيمه ناحيه کې خپل استوګن ځای ته د راګرځېدو په مهال بريد پرې شوی دی.
د خوګياڼي په وينا، په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ دغه کار کوونکی د اسلام اباد اوسېدونکی و.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


