د ملي يووالي حکومت د وټس اپ او ټيليګرام د بندېدو اړوند خپرو شوو خبرونو په اړه وايي، هېڅ ادرس او بنسټ ته د بيان ازادۍ د وسايلو د بندولو اجازه نه ورکوي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اساسي قانون د بيان ازادي تضمين کړې او د ملي يووالي حکومت د هغه د ارزښتونو اجرا او ساتنې ته ژمن دی.
سرچينه وايي، د بيان ازادي د اساسي قانون د صراحت پر بنسټ له هر ډول تعرض څخه خوندي ده او حکومت د هغه په رعايتولو او ملاتړ ځان مکلف ګڼي.
سرچينه زياتوي، په دې وروستيو کې د وټس اپ او ټيليګرام د بندېدو په اړه په رسنيو کې خبرونه خپاره شول، چې په عامه ذهنونو کې يې پوښتنې راولاړې کړې دي او دا موضوع به تعقيب او رسيدګي به ورته وشي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې افشا شوي اسناد ښيي، يادې ادارې د يونين ټلکام له شرکته غوښتنه کړې، چې د وټس اپ او ټيليګرام ټولنيزې شبکې او د ټوېټر او فېسبوک ځينې اکاونټونه د ۲۰ ورځو لپاره وتړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


