د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابينې فوق العاده غونډه تېر مازديګر په ارګ کې جوړه او په کې له هراړخيز بحث وروسته د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه تاييد شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د ماليې وزير اکليل حکيمي د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بوديجې طرحه، چې د روان لمريز کال د لړم مياشتې د ۱۱مې نېټې د کابينې غونډې د پرېکړې پر بنسټ له دولتي ادارو سره د همغږۍ په تړاو د بوديجې کمېټې له لوري ارزول شوې وه، غونډې ته وړاندې کړه.
حکيمي څرګنده کړه، د کابينې د هدايت مطابق په زېربنايي، طبيعي سرچينو، پوهنې، ټولنيز خونديتوب، روغتيا او اقتصاد سکټورورنو، احتياطي کوډونو او د بوديجې په انکشافي برخه کې (۱۶۱,۸۹۰) ميليونه امريکايي ډالر زيات شوي، چې دا زياتوالی به ملي بوديجه کې کسر رامنځته کړي.
د۱۳۹۷ مالي کال لپاره ملي بوديجه درې سوه اووه پنځوس ميليارده، شپږسوه يونوي ميليونه، څلورسوه دوه نوي زره، اووه سوه نوي افغانۍ ده، چې دوه سوه اووه شپېته ميليارده، شپږاويا ميليونه، نهه سوه دوه دېرش زره، دوه سوه شل افغانۍ عادي بوديجه او نوي ميليارده، شپږسوه څوارلس ميليونه، پنځه سوه شپېته زره، پنځه سوه اويا افغانۍ انکشافي بوديجه ده.
کابينې د ماليې وزارت موظف کړ، چې د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه دې د قانوني مراحلو د طی کولو لپاره په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له لارې ملي شورا ته وړاندې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


