ټرمپ د چاپان امپراطور ته سر ټيټ نه کړ

د امريکا جمهور رييس دوڼالډ ټرمپ نن د چاپان امپراطور او مېرمنې ته سر ټيټ نه کړ او يوازې يې په لاس ستړې مه شې وکړه.
له دې وړاندې د امريکا پخواني جمهور رييس بارک اوباما د دې هېواد امپراطور ته سر ټيټ کړی و، چې د ډېرو امريکايانو تندو غبرګونونو سره مخ شو.