ads

هلمند کې امنيتي ځواکونو وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د روانو ميوند (۰۷) عملياتو په ترڅ کې يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
15 لړم 1396
هلمند کې امنيتي ځواکونو وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د روانو ميوند (۰۷) عملياتو په ترڅ کې يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي تېره ورځ وويل، د يادو عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې د مارجې، چهانجير او لښکرګاه شاوخوا سيمو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له مخې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۶۳ طالب جنګيالي وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، په دې عملياتو کې د دښمن ۵۳ بېلابېل ډوله وسايط او ۳۰ ميله سپکې او درنې وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د جنرال احمدزي په خبره، په يادو ساحو کې د دښمن د ملا تير مات شوی، امنيتي ځواکونو د پام وړ پرمختګونه کړي او دغه راز ۳۱۲ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
نوموړی وايي، ميوند (۰۷) پوځي تصفيوي عمليات به تر هغه وخته دوام ولري، چې په پلان کې نيول شوې ټولې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتونه پاکې شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA