هرات کې ۶ وسله وال طالبان د سولې بهير سره يو ځای شول

په هرات ولايت کې يو طالب قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره د سولې پروسې سره يو ځای شو.
د هرات د سولې ولايتي کمېټې د دارالانشاء رئيس يما اميني کليد ته وويل، د طالبانو دغې ډلې د ملي امنيت رياست او سولې ولايتي کمېټې په هڅو له دولت ضد وسله وال فعاليته لاس واخيست.