ads

هرات کې ۶ وسله وال طالبان د سولې بهير سره يو ځای شول

په هرات ولايت کې يو طالب قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره د سولې پروسې سره يو ځای شو.
د هرات د سولې ولايتي کمېټې د دارالانشاء رئيس يما اميني کليد ته وويل، د طالبانو دغې ډلې د ملي امنيت رياست او سولې ولايتي کمېټې په هڅو له دولت ضد وسله وال فعاليته لاس واخيست.

نویسنده: sarwan
15 لړم 1396

نوموړي زياته کړه، د سولې بهير سره يو ځای شوي طالب قوماندان ازاد خان د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په زېرکوه سيمه کې د ملا صمد په نوم د طالبانو د قوماندان په ګټه تخريبي کړنې ترسره کولې.
د اميني په خبره، يادو شپږو کسانو خپلې وسلې هم امنيتي چارواکو وسپارلې.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال په هرات ولايت کې ۳۶ وسله وال طالبان د سولې پروسې سره يو ځای شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA