د ۱۳۹۷ مالي كال د ملي بوديجې طرحه نن مشرانو جرګې ته معرفي شوه، چې د دغې جرګې له مشورې وروسته به د تصويب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شي.
د ماليې وزير اكليل حكيمي د بوديجې د معرفي كولو په مهال وويل، د ۱۳۹۷ مالي كال ملي بوديجه له كورنيو عوايدو او بهرنيو مرستو څخه جوړه شوې، چې ۳۵۷ اعشاريه شپږ ميليارده افغانۍ ده.
بلخوا حكيمي د پراختيايي بوديجې د لګولو په اړه اندېښنه څرګنده او زياته يې كړه، چې په ادارو كې د پلانګذارۍ د وړتيا نه شتون، د مسووليت نه منل، د مكافات او مجازات د سيسټم نشتوالى، فساد او د زورواكو مداخلې هغه علتونه دي، چې هر كال د پراختيايي بوديجې لګول له خنډ سره مخ كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


