د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، نن غرمه مهال د کاپیسا د امنيتي ځواکونو د همغږۍ په مرکز کې د برېښنا د شارټۍ له کبله اورلګېدنه رامنځته شوې ده، چې یوازې مالي زیان یې اړولی دی.
په دې اړه د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي کلید ته وویل، چې اورلګېدنه پخلنځي کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده، چې یو ساعت یې دوام وکړ. نوموړی وايي، له دوی سره د اورلګېدنې په له منځه وړلو کې د پروان د امنیې قومندانۍ مرستندویه ټیمونو مرسته وکړه، چې د پېښې پر مهال د کاپیسا د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز ته ورغلي وو او د اور د زیاتېدو مخنیوی یې وکړ.
د نوموړي په وینا، د امنيتي ځواکونو د همغږۍ په دې مرکې کې ملي پولیس، ملي امنیت اردو او د دوی ټول غړي په ګډه کار کوي، چې لا تر اوسه معلومه نه ده، څومره مالي زيان يې اړولی دی.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې د کاپیسا په یوه مهمه اداره کې اورلګېدنه کېږي خو په نا امنو سیمو کې ډېری مهال په بازارنو کې د شارټي مرمیو له امله اور لګېدنې رامنځته کېږي، چې ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


