د ۱۹ کلنو د کرکټ اسيايي جام سياليو لپاره، چې د روانې نومبر مياشتې له ۹مې تر ۲۰مې نېټې په ماليزيا کې ترسره کېږي، د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري د نوين الحق په مشرۍ لوبډله اعلان شوه.
دغه لوبډله له بنګله دېش سره د پنځو لوبو لړۍ او په هند کې د تمريناتي کمپ او هلته له ځايي لوبډلو سره د لوبغاړو لوبو ته په پام سره اعلان شوې ده.
په دې لوبډله کې نوين الحق، عمران محمدي، رحمان الله ګربز، دروېش رسولي، نثار وحدت، ابراهيم ځدراڼ، مجيب ځدراڼ، يوسف ځاځی، وفادار مومند، قيس احمد، عظمت الله، اکرام علي خېل، وقارالله اسحاق، طارق ستانکزی او عبدالواسع نوري شامل دي.
افغانستان په (B) ګروپ کې لوبېږي، چې په کې پاکستان، سريلانکا او يو بل هېواد، چې د لوېديځې حوزې د غوراوي پړاو له پايلوبې وروسته د نومبر په ۷مه نېټه دغو سياليو ته لاره پيدا کوي، ګډون لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


