د بادغيس د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې لا هم په دې ولايت کې اووه ښوونځي تړلي او زده کونکي يې له زده کړو محروم دي.
د باغيس د پوهنې رئيس عبدالقيوم ساجد کليد ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ۴۷۶ ښوونځيو له جملې څخه شپږ يې په بالامرغاب ولسوالۍ او يو يې په مقر ولسوالۍ کې د امنيتي ګواښونو له کبله تړل شوی دی.
د هغه په وينا، تړل شوي ښوونځي د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال په بادغيس ولايت کې ۲۲۵۴ نارينه او ۵۰۶ ښځينه ښوونکي د زده کوونکو پر روزلو بوخت دي.


