ads

افغانستان کې لومړي ځل لپاره ۲۱ تنه جنډر کې له ماسټرۍ فارغ شول

د لوړو زده كړو وزارت چارواكي وايي، د لوړو زده كړو په موسسو او بنسټونو كې د ښځو ونډه بايد سمبوليكه نه وي او په وينا يې ښځې بايد په خپله له ځانه وړتيا وښيي او ثابته كړي چې په يوه اداره كې د رهبرۍ وړتيا لري.

نویسنده: sarwan
15 لړم 1396
افغانستان کې لومړي ځل لپاره ۲۱ تنه جنډر کې له ماسټرۍ فارغ شول

د لوړو زده كړو وزارت چارواكي وايي، د لوړو زده كړو په موسسو او بنسټونو كې د ښځو ونډه بايد سمبوليكه نه وي او په وينا يې ښځې بايد په خپله له ځانه وړتيا وښيي او ثابته كړي چې په يوه اداره كې د رهبرۍ وړتيا لري.
د دې وزارت مرستيال سيد سير مهجور يادې څرګندونې د يكشنبې په ورځ په هغه غونډه كې وكړې، چې د جنډر په برخه كې د ماسټرۍ په كچه په افغانستان كې د لومړي ځل لپاره د يوويشتو تنو د فراغت په وياړ جوړه شوې وه.
د لوړو زده كړو وزارت مرستيال زياته كړه، چې ښځو ته يې د لوړو زده كړو په برخه كې ډېرې اسانتياوې چمتو كړي او په دې اړه نورې هڅې هم كوي.
هغه وايي، د لوړو زده كړو په بنسټونو كې د ښځو ټول قانوني حقوق خوندي دي او په خبره يې هېڅوك نه شي كولى چې د ښځو حقونه ترپښو لاندې كړي.
په داسې حال كې چې هره ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي راپورونه خپرېږي او د ښځو له حقونو د دفاع بنسټونه يې هم اندېښمن كړي دي.
د ښځو چارو وزيره دلبرنظري وايي، په اوسنيو شرايطو كې دوى د جنسيت د برابرۍ لپاره علمي كادرونو ته اړتيا لري.
هغه وايي، ياد كسان چې د جنډر په برخه كې له لوړو زده كړو فارغ شوي كولى شي چې د دوى د پلانونو په لا غني كولو، عملي كولو او د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي په كمولو كې مهم رول ولوبوي.
په همدې حال كې د كابل پوهنتون رئيس حميدالله فاروقي وايي، اوسمهال د جنډر په برخه كې د كادرونو روزل يوه اړتيا ده او زياتوي چې كابل پوهنتون به دغه څانګې او دې ته ورته نورو څانګو ته ځانګړې پاملرنه وكړي.
د جنډر برخې له ماسټرۍ دورې څخه څو تنه فارغې شوې محصلينې وايي، دوى ډېر داسې څه زده كړي چې د ښځو د حقونو لپاره اړين دي، خو په وينا يې چې په اوسني وخت كې لاهم د دوى پر وړاندې چې د ښځو له حقونو به دفاع كوي ستونزې او خنډونه شته.
دا په داسې حال كې ده چې لاهم د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي راپورونه خپرېږي او اړوند بنسټونه د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي له زياتېدو څخه اندېښمن دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA