ads

پاکستاني ځواکونو په لعلپورې ولسوالۍ د هاوان ۱۳ مرمۍ توغولي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د لعلپورې ولسوالۍ په ګڼو سیمو د ډیورنډ له فرضي کرښې له هاخوا ۱۳ د هاوان مرمۍ را توغول شوې دي.

نویسنده: sarwan
14 لړم 1396
پاکستاني ځواکونو په لعلپورې ولسوالۍ د هاوان ۱۳ مرمۍ توغولي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د لعلپورې ولسوالۍ په ګڼو سیمو د ډیورنډ له فرضي کرښې له هاخوا ۱۳ د هاوان مرمۍ را توغول شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته د لعلپورې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو باندې د ډیورنډ له فرضي کرښې هاخوا څخه د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوان ۱۳ مرمۍ را توغول شوې دي.
نوموړی وایي، په یادو مرمیو باندې هېچاته زیان نه دی اوښتی.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د پاکستانیو ځواکونو له لوري د سرحدي ولسوالیو په یو شمېر سیمو وخت ناوخت مرمۍ را توغول کېږي، چې ډېر کله یې ولسونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA