په ننګرهار کې تېره ورځ ګڼو مدني فعالانو او د ولایتي شورا وکیلانو د برېښنايي تذکرو په تړاو د ولسي جرګې د وروستۍ پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ.
د ولسي جرګې غړو تېره اوونۍ د جمهور رییس هغه فرمان رد کړ، چې په کې ویل شوي و تذکرو کې دې د افغان او اسلام کلیمې ولیکل شي.
لاریون کوونکو چې د ولسي جرګې د وکیلانو پرضد او په تذکرو کې د اسلام او افغان کلیمو لیکلو په اړه یې شعارونه ورکول دغه راز یې د ولسي جرګې تابوت له ځان سره هم لېږداوه.
دوی وایي، هغه وکیلانو چې د جمهور رییس د یاد فرمان په اړه یې منفي رایه ورکړې د دوی استازي نه دي او نه یې خپل استازي ګڼي.
د ولایتي شورا منشي زبیح الله زمري چې په لاریون کې یې ګډون کړی و وویل، دوی به ولسونو سره یو ځای تر هغې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي، څو د ملي شورا دواړه جرګې د پېژند پاڼو په اړه د جمهور رییس فرمان ته مثبته رایه ور نه کړي.
مدني فعال عبدالرحمن معاون له جمهور رییس غني څخه وغوښتل، چې د ولسي جرګې قانوني موده پای ته رسېدلې ده او نور دې وخت نه ورکوي.
نوموړي وویل، چې په تذکرو کې د افغان او اسلام کلیمو لیکل غواړي او ددغې غوښتنې په هدف به خپل اعتراضونه جاري وساتي.
په همدې حال کې بیا یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو ټینګار وکړ، که چېرته په پېژند پاڼو کې د اسلام او افغان کلمې ځای پرځای نه شي، نو نه یواځې دا چې دوی به دغه ډول تذکرې وانه خلي بلکې د ورکړې مخنیوی به یې هم وکړي.
ننګرهار کې ولسونه په داسې حال کې دا لاریون او اعتراضیه را ټولېدنه کوي، چې ورسره هم مهاله د ولسي جرګې د وروستۍ پرېکړې په اړه په کابل او کونړ ولایتونو کې هم لاریونونه ترسره شوي او ولسي خلکو یاده پرېکړه غندلې ده.


