ads

خوست کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين ۵ ورځنی کمپاين پيل شو

په خوست ولایت کې ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پنځه ورځنی کمپاين پيل شو، چې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې به ماشومان واکسین شي.

نویسنده: sarwan
14 لړم 1396
خوست کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين ۵ ورځنی کمپاين پيل شو

په خوست ولایت کې ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پنځه ورځنی کمپاين پيل شو، چې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې به ماشومان واکسین شي.
د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې په دې کمپاین کې به شاوخوا درې سوه زره ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.
د خوست دې عامې روغتیا ريیس حبیب شاه انصاري وايي، چې دا یوه ملي پروسه ده، نو اړینه ده چې په دې برخه کې ولس هم همکاري وکړي.
چارواکي وايي، چې کورنۍ دې خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي، تر څو د ګوزن په ناروغۍ اخته نه شي.
بصیریاد

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA