باغیس ولایت کې ناپېژاندو وسله والو یو ښوونکی په ډزو وژلی دی.
د باغیس ولايت امینې قومندان عبدالروف تاج کلید ته وویل، دغه ښوونکی چې جاوېد نومېږي تېره شپه بالامرغاب ولسوالۍ کې د خپل کور مخې ته د وسله والو مخالفینو له لوري ووژل شو.
قومندان تاج د دغه ښوونکي د وژنې اصلي علت شخصي او پخوانۍ دښمني ښيي او زياتوي، ۹ میاشتې مخکې د یاد ښوونکي ورور هم د وسله والو له لوري وژل شوی و.
په ورته وخت کې بیا د بادغيس ولايت د پوهنې رييس عبدالقيوم ساجد وایي، چې دغه پېښه د بالامرغاب ولسوالۍ په جوی خواجه کلي کې شوې ده.
د ساجد په وينا، بادغيس کې د ښوونکو پر وړاندې پراخ ګواښونه شته، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې لږ تر لږه ۴ ښوونکي د وسله والو له لوري وژل شوي دي.


