ads

اچين کې پر داعش وسله والو هوايي بريدونه شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريدونو له کبله ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطا‌ء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د اچين ولسوالۍ پر مامند، څپرې، چنارو، نرګوسه او يو شمېر نورو سيمو د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريدونو ۱۵ داعش وسله وال وژلي دي.

نویسنده: sarwan
14 لړم 1396

نوموړي زياته کړه، په دغو بريدونو کې يو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA