ads

اروزګان کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې يې د عملياتو په مهال ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
14 لړم 1396
اروزګان کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې يې د عملياتو په مهال ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالقوي عمري په وينا، طالبانو د دې ولسوالۍ د سقوط پلان درلود، خو امنيتي ځواکونو يې پلان شنډ کړ.
دی زياتوي، چې تېره شپه په جګړه کې يو شمېر سيمې له وسله والو طالبانو پاکې شوې، اته طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA