ads

ولسي جرګه کې د فساد د تورونو پايلې په ډاګه شوې

هغه كمېسيون چې د ولسي جرګې له خوا د دغه جرګې په مشر او دارالانشا په رئيس د فساد د تورونو د څېړلو لپاره ګمارل شوى و، خپلې پايلې اعلان كړې.

نویسنده: sarwan
13 لړم 1396
ولسي جرګه کې د فساد د تورونو پايلې په ډاګه شوې

هغه كمېسيون چې د ولسي جرګې له خوا د دغه جرګې په مشر او دارالانشا په رئيس د فساد د تورونو د څېړلو لپاره ګمارل شوى و، خپلې پايلې اعلان كړې.
د ولسي جرګې د لومړي مرستيال له خوا د دغه جرګې په مشر او دارالانشا په رئيس د فساد تورونه لګېدلي وو< چې له اوږدو جنجالونو او ان فزيكي شخړو وروسته ولسي جرګې د مرستيال منشي ترمشرۍ لاندې يو پنځه كسيزه پلاوى د يادو تورونو د څېړلو لپاره وګماره.
د ياد پلاوي مشر او د ولسي جرګې مرستيال منشي عرفان الله عرفان د شنبې په ورځ د خپل كار د پايلو د اعلان پرمهال وويل، دوى بې پلوه څېړنې كړي او په وينا يې د دغه څېړنو په پايله كې دې نتيجې ته رسېدلي چې د ولسي جرګې مشر هغه څه باندې پنځه ميليونه افغانۍ چې د جرګې له بوديجې څخه يې د خپل كور لپاره لګولي بايد بېرته وركړي، د دارالانشا رئيس بايد څارنوالۍ ته معرفي او دنده يې وځنډول شي او د ولسي جرګې په تالار كې د فزيكي شخړو او د دغه جرګې تلويزيون ته د شپې له خوا د ورتګ له كبله بايد د جرګې لومړى مرستيال همايون همايون او عبيدالله باركزى د لسو لسو ورځو لپاره او لالى حميدزى د پنځلسو ورځو لپاره د جرګې له عمومي غونډو محروم شي.
د ياد پلاوي په وړانديزونو كې دا هم راغلي وو، چې د ولسي جرګې د ټلويزيون سرپرسته دې هم څارنوالۍ ته معرفي شي او د دغه ټلويزيون كاركوونكى چې كله كله يې مشري هم كوي محمد حليم تنوير دې هم له خپلې دندې ګوښه كړل شي.
دغه د څېړنو پايلې د ولسي جرګې مشر، لومړي مرستيال او ډېرى نورو وكيلانو ته دمنلو وړ وې، خو د ولسي جرګې د دارالانشا رئيس او د دغه جرګې غړي عبيدالله باركزي ونه منلې.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، ده هغه څه باندې پنځه ميليونه افغانۍ په امنيتي خنډونو او تاسيساتو لګولي او زياتوي، چې كه هغه د ملي شورا امنيتي برخه په غاړه نه اخلي نو حاضر دى، چې بېرته يې وركړي.
په همدې حال كې د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون او لالي حميدزي هم دغه پايلې ومنلې او هيله څرګنده يې كړه، چې په راتلونكي كې له غيرقانوني كړنو او بې ځايه تورونو ډه ډه وشي.
په همدې حال كې د ولسي جرګې د دارالانشا رئيس او د جرګې يو شمېر غړي وايي، چې د دارالانشا له مشر سره عدالت نه دى شوى او په وينا يې د نورو قرباني شوى دى.
د دارالانشا رئيس خداى نظر نصرت هم د دغه څېړونكي پلاوي په مشر او غړو يو لړ تورونه ولګول.
خو د ياد پلاوي مشر وايي، د خپلو څېړنو راپور يې د جرګې د عزت لپاره ټول خپور نه كړ او ګواښ يې وكړ، چې كه د دارالانشا مشر پرې تور ولګوي نو د خپلو څېړنو بشپړ راپور به خپور كړي.
د يادولو وړ ده، چې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال له خوا د دې جرګې په مشر او د دارالانشا په رئيس د فساد تورونه تېره شاوخوا يوه نيمه مياشت كې د جرګې تر ټولو توده موضوع وه، چې د جرګې غړي د دغه موضوع پرسر ان تر فزيكي شخړو هم ورسېدل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA