ads

افغان وژنه او د باور کړکېچ

د پکتیا، غزني، کابل، غور او کندهار وروستیو بريدونو او پر وړاندې يې د افغان حکومت کمزورۍ پر دغه حکومت د افغانانو باور له منځه وړی دی. ډېری افغانان فکر کوي چې افغان حکومت د دغه ډول خونړيو بريدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی له همدې کبله ورځ په ورځ د افغان ملکيانو او پوځیانو تلفات ډېرېږي.

نویسنده: sarwan
13 لړم 1396
افغان وژنه او د باور کړکېچ

د پکتیا، غزني، کابل، غور او کندهار وروستیو بريدونو او پر وړاندې يې د افغان حکومت کمزورۍ پر دغه حکومت د افغانانو باور له منځه وړی دی. ډېری افغانان فکر کوي چې افغان حکومت د دغه ډول خونړيو بريدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی له همدې کبله ورځ په ورځ د افغان ملکيانو او پوځیانو تلفات ډېرېږي.
د تلې په ۲۵مه نېټه د پکتیا په امنیه قومندانۍ د ۱۱ ځانمرګو بريدګرو په ډله ييز ځانمرګي بريد کې ۶۰ تنه افغان ملکيان او پوځيان ووژل شول او ۲۳۶ نور ټپيان شول. د دې تر څنګ په همدې نېټه د غزني په اندړو ولسوالۍ د بريد پر مهال شل تنه ووژل شول او ۴۶ نور ټپیان شول. دغه راز د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه بېس د څو ځانمرګو بريدګرو په يوه ډله ييز بريد کې د ملي اردو ۴۳ سرتېري ووژل شول، ۹ نور ټپيان شول او ۶ نور بې درکه شول.
دغه راز د جمعې په ورځ د کابل د دشت برچي په امام زمان جومات کې د يوه ځانمرګي بريد له کبله ۵۸ ملکيان ووژل شول او ۶۴ نور ټپيان شول. له بل لوري په همدې ورځ د غور په دوه لينه ولسوالۍ کې په يوه جومات کې د ځانمرګي بريد پر مهال د سيمه ييزو پولیسو د يوه قومندان په ګډون ۳۰ تنه ووژل شول. تر هغه وروسته د تلې په ۲۹مه نېټه د کابل د پنځمې حوزې اړوند د مارشال فهیم پوهنتون مخې ته په ځانمرګي بريد کې ۱۵ تنه ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول.
اوس مهال اساسي پوښتنه دا ده چې څه ډول د حکومت وسله وال مخالفين وتوانېدل په دومره اسانۍ دا ډول ستر بریدونه ترسره کړي او په دومره لوی شمېر افغان پوځيانو او ملکيانو ته تلفات پېښ کړي.
له شک پرته چې دغه څه د افغان حکومت او افغان چارواکو بې غوري او کمزوري څرګندوي او حکومت نه دی توانېدلی چې د دومره سترو بريدونو مخه ونیسي. له همدې کبله د افغانستان خلک د ملي يووالي پر حکومت سخت بې باوره شوي او ټينګار کوي چې دغه حکومت يوازې د غندلو د اعلاميو له خپرولو پرته بل څه نه شي کولای. ډېری مهال له دغو بريدونو وروسته د افغان حکومت ټول کار د بريدونو د غندلو اعلاميې او کله کله هم د دغه پېښو د پلټنو لپاره د پلاوي لېږل دي. خو خلک نور په دې ډول تېر ویستونکو کارونو باور نه لري او له حکومت په جدي ډول غوښتنه کوي چې د دغه ډول بريدونو مخه ونيسي او ورځ په ورځ په افغانستان کې د افغان پوځيانو او ملکيانو د مرګ ژوبلې ډېرېدو مخه ونيسي.
له بل لوري افغانستان په داسې حال کې له دغه ډول خونړيو بريدونو سره مخ کېږي چې دغه هېواد د امريکې له متحده ایالتونو سره ستراتېژيک او امنیتي تړونونه لري او ددې تر څنګ د ناټو سازمان هم له ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې حضور لري. نور د افغانستان د خلکو د صبر کاسه ډکه شوې ده او په جدي ډول له امريکا او د ناټو له سازمان هم پوښتي چې څه ډول د دوی په حضور او له دوی سره د امنيتي تړون په شتون کې دغه ډول حملې ترسره کېږي او دوی هم يوازې د اعلاميو په خپرولو بسنه کوي.
افغان ولس امريکا په جدي ډول ننګوي چې که چېری رښتيا هم له افغانستان سره امنیتي تړون ته ژمن وي نو نور دې په افغانستان کې د دغه ډول بريدونو مخه ونیسي او که نه نو افغانانو ته دغه ډول بې مانا تړون چې له شتون سره سره يې په افغانستان کې دغه ډول خونړي بريدونه کېږي هېڅ مانا نه لري او که وضعیت همداسې دوام کوي باید دغه تړون لغوه شي.
د دې تر څنګ دا د افغان ملکيانو او پوځيانو يوازيني تلفات نه دي چې يوازې د حکومت د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې وژل شوي دي بلکې د ملګرو ملتونو يو راپور ښيي د تېر کال په پرتله د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو تلفات ۵۰ سلنه زيات شوي دي.
د دغه لړۍ تر ټولو وروستی هوايي بريد د کونړ پر څوکۍ ولسوالۍ وو چې په ترڅ کې يې ۱۵ ملکي وګړي ووژل شول. په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد کلید ته وویل چې په دغه بريد کې ټول ملکي وګړي وژل شوي دي خو د کونړ ولایتي ادارې ادعا کړې وه چې دا داعش وسله وال وو. دې ټولو مواردو ته په کتو نور افغانان د دغه ډول بريدونو او وژنو حوصله نه لري او که چېرې نړیواله ټولنه او افغان حکومت په خپلو هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو خيال ونه ساتي او دغه راز په افغانستان کې د حکومت د وسلوالو مخالفينو د بريدونو مخه ونه نیسي. پر حکومت او نړیوالې ټولنې د خلکو باور په ختمېدو دی او هغه مهال به د هر زيان سبب خپله افغان حکومت او نړیواله ټولنه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA