ads

کونړ کې ۴۵ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شول

په کونړ ولايت کې تېره ورځ ۴۵ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شول.
د کونړ ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي امنيت ادارې په هڅو د قوماندان سميع الله ملنګيار په مشرۍ ۴۵ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شول او خپلې وسلې يې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

نویسنده: sarwan
13 لړم 1396

سرچينه وايي، يادو وسله والو د خاص کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حکومت ضد کړنې ترسره کولې.
په خبرپاڼه کې د سولې له بهير سره د يو ځای شوې وسله والې ډلې د قوماندان له قوله ويل شوي، دا يې درک کړې، چې جګړه د حل لاره نه ده، دوی به د خپل ولس ترڅنګ وي او د سولې لپاره به کار کوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د کونړ ولايتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې تراوسه پورې ۴۶۵ تنه د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA