د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.
د هلمند له ۲۱۵میوند قول اردو څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه بهرنیو ځواکونو ددې ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې په دو بېلابېلو هوايي بریدونو کې ۱۲وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، دغه راز د دې ولایت په یو شمېر نورو سيمو کې کوم عملیات چې د افغان ګډو ځواکونو له لوري له تېرو څو اونیو راهيسې روان دي، تر ډېره بریالي دي او په دې پیل شوو عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي.
خبرپاڼه زياتوي، په دې عملياتو کې ډېرې سيمې هم له وسله والو پاکې شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


