د BPL کرکټ سيالۍ نن غرمه پيلېږي

د بنګله دېش د کرکټ د غوره ليګ يا BPL سيالۍ نن د افغانستان په وخت د غرمې په دولس نيمو بجو پيلېږي.
په دې سياليو کې پنځه افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، سميع الله شينواری، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان هم برخه لري.