د کابل ښار په تيمور شاهۍ کې د رخت پلورنې يو شمېر دوکانونو اور اخيستی

په کابل ښار کې اور لګېدنې د رخت پلورنې يو شمېر دوکانونه وسوځول او دوکاندارانو ته يې مالي زيانونه واړول.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد کليد ته وويل، چې دا اور لګېدونه نن سهار شاوخوا اته بجې او ۲۰ دقيقې د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند تيمورشاهي سيمه کې رامنځته شوه.