په کابل ښار کې اور لګېدنې د رخت پلورنې يو شمېر دوکانونه وسوځول او دوکاندارانو ته يې مالي زيانونه واړول.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد کليد ته وويل، چې دا اور لګېدونه نن سهار شاوخوا اته بجې او ۲۰ دقيقې د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند تيمورشاهي سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، ډېر ژر د اور وژنې ټيمونه د پېښې ځای ته ورسېدل او په شاوخوا لسو دقيقو کې به اور مهار کړي.
د مجاهد په خبره، دا اور لګېدنه ځاني زيان نه لري او ځينو دوکاندارانو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
نوموړی وايي، د پېښې علت تراوسه معلوم نه دی او په اړه يې څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د کابل ښار په ځينو مارکېټونو کې د اور لګېدو له کبله خلکو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


