ads

کابينې د ۱۳۹۷ مالي کال د بوديجې طرحه په پرنسيپ کې تاييد کړه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابينې غونډه تېر مازديګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د اجنډا مطابق د ماليې وزير د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه غونډې ته وړاندې او څرګنده يې کړه، چې د لومړي ځل لپاره عادي او پراختيايي بوديجه يو ځای او د نړيوالو معيارونو مطابق د واحد په شکل او د اقتصادي تصنيف، دندو او ولايتي وېش پر بنسټ د حساب ورکولو اصل ته په پام ترتيب او په دې بوديجه کې د لومړي ځل لپاره د مالي خطرونو، مشروطو پورونو او شتمنيو شرحه په پام کې نيول شوې ده.

نویسنده: sarwan
12 لړم 1396

د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجې د پلانګذارۍ په برخه کې د حکومت د چلند په اړه عمده تغيرات لرل، د فساد کمولو، عامه مالي مديريت د شته پاليسيو لپاره د واقعبينانه اټکلونو په خاطر په بوديجه کې اصلاحات حکومت په دې قادروي، چې د نوې پانګونې لپاره شته مالي محدوده په ښه توګه مشخصه او له کمزورو کړنو او لږ لومړيتوبونو لرونکو فعاليتونو د زيات لومړيتوب او ښو کړنو لرونکو فعاليتونو ته د منابعو د لېږد بهير چټک کړي.
کابينې له هر اړخيز بحث وروسته د ماليې وزارت له نوښت څخه په مننې، چې د لومړي ځل لپاره يې ملي بوديجه د واحد په شکل او د اقتصادي تصنيف، دندو او ولايتي وېش پر بنسټ ترتيب کړې، د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه په پرنسيپ کې تاييد کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA