پکتيا کې د ژورناليستانو د دفاع ټولنو نوې ټاکنې وکړې

د رسنيزو چارو د تنظيم، همغږۍ او د ستونزو د حل په هدف د افغانستان د خپلواکو خبريالانو، سفما او د خبريالانو د دفاع ټولنو په پکتيا ولايت کې نوې ټاکنې وکړې.
د افغانستان د ژوناليستانو د خپلواکې ټولنې مشر رحيم الله سمندر کليد ته وويل، افغان خبريالان په مختلفو سيمو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې دغو ستونزو ته د رسېدنې لپاره يې په ولايتونو کې نوې ټاکنې ترسره کړې دي.