د رسنيزو چارو د تنظيم، همغږۍ او د ستونزو د حل په هدف د افغانستان د خپلواکو خبريالانو، سفما او د خبريالانو د دفاع ټولنو په پکتيا ولايت کې نوې ټاکنې وکړې.
د افغانستان د ژورناليستانو د خپلواکې ټولنې مشر رحيم الله سمندر کليد ته وويل، افغان خبريالان په مختلفو سيمو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې دغو ستونزو ته د رسېدنې لپاره يې په ولايتونو کې نوې ټاکنې ترسره کړې دي.
هغه زياته کړه: “ژورناليستانو ته د افغانستان په مختلفو جنګ ځپلو سيمه کې ګواښونه مخ په زياتېدو دي او دوی ته پاملرنه کمه ده، خصوصاً په ولايتونو کې معلوماتو ته لاسرسی لويه ستونزه ده. ولايتي چاپي او غږيزې رسنۍ له مالي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ولايتي راډيوګانې مو برنامې نه لري او له دې لارې غواړو دغو ستونزو ته رسيدګي وکړو.”
د ټاکنو له لارې عبدالله مخلص په پکتيا کې د افغانستان د ژورناليستانو د خپلواکې ټولنې مشر، اسماعيل سعادت مرستيال او امان الله امان د دې ټولنې منشي وټاکل شول.
حقمل مسعودزی په پکتيا کې د سفما يا جنوبي اسيا د خپلواکو رسنيو ټولنې مشر او بخت الله ثاقب د خبريالانو د دفاع کمېټې مشر وټاکل شول.
همداراز د رسنيزو ستونزو او تېروتنو د سمون په هدف د دولتي ادارو د ځينو مسوولينو په ګډون لس کسيزه رهبري شورا هم جوړه شوه.


