د ننګرهار ولايت په پچيراګام ولسوالۍ کې تېره ورځ د کوکنارو کښت د مخنيوي په هدف غونډه وشوه.
په دې غونډه کې ديني عالمانو، قومي مشرانو، بزګرانو، د سيمې اوسېدونکو او نورو ګډون کړی و.
د پچيراګام ولسوال هجرت الله رحماني وويل، چې نشه يي توکي د اسلام مبارک دين له نظره حرام دي او د افغانستان حکومت يې کرکيله، کاروبار او کارونه جرم ګڼي.
نوموړي قومي مشرانو او د سيمې خلکو ته لارښوونه وکړه، چې د کوکنارو پر ځای په خپلو ځمکو کې حلال فصل وکري او د کوکنارو له کر څخه ډډه وکړي.
ده بزګرانو ته د کرنې په برخه د پروژو پلي کېدو او اسانتياوو رامنځته کېدو ډاډ ورکړ.
قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو ژمنه وکړه، چې په خپلو ځمکو کې به د کوکنارو پر ځای حلال فصل وکري.
دوی له حکومت څخه ځوانانو ته د کاروبار په پيدا کولو، کرنې او مالدارۍ برخه کې د پروژو تطبيق، کرنيزو توکو ته د بازار موندنې او يو شمېر نورو برخو کې غوښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې قومي مشرانو يو پرېکړه ليک صادر کړ، چې په کې راغلي وو، هېڅوک به کوکنار نه کري او که چا وکرل، ځمکه به يې اړول کېږي او د ځمکې مالک به قانوني مجازات کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


