په هلمند ولايت کې تېره ورځ څه باندې ۱۶ زره کيلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي وسوځول شول.
د هلمند والي حيات الله حيات په دې اړه خبريالانو ته وويل، چې دغه نشه يي توکي له ۱۳۹۲ کال څخه د ۱۳۹۴ کال تر چنګاښ مياشتې پورې د ۱۶۱ بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي وو.
حيات زياته کړه، په دغو نشه يي توکو کې جامد او مايع ترياک، هيرويين، پاخه او خام چرس، کېمياوي توکي، الکولي مشروبات، د خاشخاشو تُخم، د ترياکو شيره، مورفين، جوش شوي ترياک، کرسټال او ځينې نور توکي شامل وو.
د نوموړي په خبره، په يادو عملياتو کې ۲۰۷ قاچاق وړونکي هم شوي، چې د هغوی له جملې څخه ۱۳۰ کسان د مرکز او پاتې نور يې د هلمند استيناف څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د هلمند والي همدارنګه وويل، ۳۴ عرادې بېلابېل ډوله وسايط، ۳۷ ميله بېلابېل ډوله وسلې، نهه عرادې موټر سايکلونه، ۱۵ عدده لاسي بمونه او يو شمېر نور توکي هم نيول شوي دي.
حيات د نشه يي توکو په ضد پر چټکې او جدي مبارزې ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې امنيتي او دفاعي ځواکونه به د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو په وړاندې اغېزمن ګامونه واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


