هرات کې د کارتن جوړولو يوې فابريکې اور اخيستی دی.
د هرات د امنيې قومندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کيلد ته وويل، چې دغه اورلګېدنه تېره شپه د دې ولايت په بکراباد سيمه کې شوې، چې په کې فابريکې ته مالي زيان اوښتی دی.
د وليزاده په وينا، د مالي زيانونو کچه لا تر اوسه نه ده معلومه، خو زياتوي، چې د اطفايې کارکوونکي سيمې ته په وخت رسېدلي او د ډېر زيان اوښتو مخه يې نيولې ده.
ويل کېږي، چې په دې اورلګېدنه کې نور هېچا ته زيان نه دی رسېدلی.
د يادولو ده، چې ډېر کله داسې پېښې د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځته کېږي.


