پاکستاني پوځيانو د يوه بلوڅ مبارز مېرمن او ماشومان نيولي دي

د بلوچستان د ازادي غوښتونکي ملي غورځنګ او د بلوڅو محصلينو ټولنې ويلي، چې پاکستاني پوځيانو د يوه بلوڅ ازادي غوښتونکي مشر الله نذر بلوڅ مېرمن او ماشومان نيولي او په اړه يې هېڅ راز معلومات چا ته نه ورکوي.