هرات کې پر طالبانو د خپل ماين چاودنه شوې

په هرات ولايت کې د خپل ماين چاودنې د دوو قوماندانانو په ګډون اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دا پېښه د کشک کهنه ولسوالۍ درزک سيمه کې رامنځته شوې ده.