ads

هرات کې پر طالبانو د خپل ماين چاودنه شوې

په هرات ولايت کې د خپل ماين چاودنې د دوو قوماندانانو په ګډون اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دا پېښه د کشک کهنه ولسوالۍ درزک سيمه کې رامنځته شوې ده.

نویسنده: sarwan
10 لړم 1396

د هغه په وينا، طالبانو د امنيتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ماين ښخاوه، چې خپله يې پر دوی چاودنه کړې ده.
وليزاده زياته کړه، په دې پېښه کې د ملا باري او ملا احمد شاه په نومونو د دوو قوماندانانو په ګډون څلور طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د وياند په خبره، ملا احمد شاه د هرات ولايت په څو تروريستي پېښو کې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA