د پچيراګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر ووژل شو

د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو پر مشر د چاودنې له کبله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د پچيراګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو د مشر ملک جان محمد په موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله نوموړی وژل شوی دی.