د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو پر مشر د چاودنې له کبله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د پچيراګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو د مشر ملک جان محمد په موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله نوموړی وژل شوی دی.
خوګياڼي زياته کړه، په دې چاودنه کې د ملک جان محمد درې ساتونکي، يوه کوچنۍ نجلۍ او دوه نور ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


