جمهور رئيس محمد اشرف غني په کابل ښار کې د تېرې ورځې تروريستي بريد په اړه امنيتي مسوولينو ته امر کړی، چې د پېښې سيمې ته د ځان وژونکي د ورتګ څرنګوالی په هراړخيزه توګه وارزوي.
دغه بريد تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې او ۱۵ دقيقې د کابل ښار په وزير اکبر خان سيمه کې وشو.
د دې ځانمرګي بريد په نتيجه کې د وژل شوو او ټپيانو د شمېر په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې څلور تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
په نورو راپورونو کې د ۳، ۸ او ۱۳ تنو د وژل کېدو او تر ۲۱ پورې نورو د ژوبلېدو ادعاوې شوې دي.
د پېښې مسووليت داعش ډلې منلی دی.
دا بريد داسې مهال کېږي، چې د روان لمريز کال په غبرګولي مياشت کې د کابل ښار زنبق څلور لارې ته څېرمه له ترسره شوي خونړي بريد وروسته په وزير اکبر خان کې، چې يوه ډيپلوماټيکه او خوندي سيمه بلل کېږي، امنيتي تدابير زيات شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


