د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پنځه پياوړي لوبغاړي محمد نبي، سميع الله شينواری، راشد خان، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان د بنګله دېش د سږ کال د غوره ليګ (BPL) سياليو کې لوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له نجيب الله ځدراڼ پرته نور ټول لوبغاړي بنګله دېش ته رسېدلي او نوموړی به هم ډېر ژر دغه هېواد ته لاړ شي.
يادې سيالۍ د روانې نومبر مياشتې په څلورمه نېټه پيلېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


