ads

يونيسکو: افغانستان د خبريالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی

يونيسکو وايي، تېر کال افغانستان د خبريالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد و.
د ملګرو ملتونو د دغې فرهنګي ادارې د خپرو شوو شمېرو له مخې، افغانستان او مکسيکو تېر کال د خبريالانو لپاره زيات خطرناک هېوادونه وو، چې په کې ۱۳-۱۳ خبريالان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
9 لړم 1396

له افغانستان او مکسيکو وروسته يمن کې ۱۱ ، عراق کې ۹ او سوريه کې ۸ خبريالان وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، په ټوله نړۍ کې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی، چې په بېلابېلو هېوادونو کې تښتول شوي، وهل شوي او نيول شوي دي.
د يونيسکو د معلوماتو پر بنسټ، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۶ کاله پورې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۹۳۰ خبريالان وژل شوي، چې يوازې په تېر ۲۰۱۶ ميلادي کال کې په ټوله نړۍ کې د وژل شوو خبريالانو شمېر ۱۰۲ ته ورسېد.
د ملګرو ملتونو يادې فرهنګي څانګې دا شمېرې ((د خبريالانو په وړاندې د جرم د مرتکبينو مصوونيت پای)) په نړيواله ورځ کې خپرې کړې.
په مالټي کې د ډافنه کاروانا ګاليتسيا يوې خبريالې وژنه يې وروستۍ پېښه ده، چې له نړيوالو غبرګونونو سره مخ شوه، چې د موټر لاندې يې ماين ځای پر ځای شوی و.
د يادې خبريالې زوی يې مالټي دولت د خپلې مور په قتل تورن کړ.
سرچينه دا هم وايي، چې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۶ کاله پورې د خبريالانو د وژلو يوازې لس فيصده دوسيې څېړل شوي او مجرمين يې پېژندل شوي دي.
د يونسکو په شمېرو کې دا هم راپور ورکړل شو، چې ۹۴ سلنه قربانيان تېر کال سيمه ييز ژورنالستان وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA