امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کې د عملياتو په مهال ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان کليد ته وويل، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګرشک ولسوالۍ په ابپاشک او سپين مسجد او د مرکز لښکرګاه ښار د لسمې امنيتي حوزې بشران سيمه کې ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د عملياتو په ترڅ کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.
د افغان په خبره، د عملياتو په مهال د طالبانو پر پنځو پټنځايونو سربېره ۶۳ کړۍ ډول ډول ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


