د لغمان ولايت د حقوقو امر ووژل شو

نامعلومو وسله والو تېر ماښام ناوخته د لغمان ولايت د حقوقو امر د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطا‌ء الله خوګياڼي کليد ته وويل، د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د لغمان ولايت د حقوقو مدير مجيب الرحمن، چې د خوږياڼو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و، د ناڅرګندو موټر سايکل سپرو وسله والو له لوري وژل شوی دی.