نامعلومو وسله والو تېر ماښام ناوخته د لغمان ولايت د حقوقو امر د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د لغمان ولايت د حقوقو مدير مجيب الرحمن، چې د خوږياڼو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و، د ناڅرګندو موټر سايکل سپرو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د هغه په خبره، په سيمه کې پلټنې پيل شوي، ترڅو د دې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
خوګياڼي زياته کړه، مجيب الرحمن تر دې وړاندې په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې هم د حقوقو د مدير په توګه دندې ترسره کړې وې.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې يو ځل بيا هدفي وژنو زور اخيستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


