د افغانستان بانک: خلک لا هم په فراه او نیمروز کې ایراني تومان کاروي

د افغانستان بانک مسوولین د هېواد د لوېديځ په یو شمېر ولایتونو کې د ایراني اسعارو یا تومانو د چلښت په اړه اندېښنه څرګندوي.
په لودېځ کې د افغانستان بانک رییس انورشاه یوسفي کلید ته وویل، اوس مهال د فراه او نیمروز ولایتونو ډېر شمېر اوسېدونکي د ایراني اسعارو یا تومانو څخه په راکړه ورکړه کې کار اخلي.