د افغانستان بانک مسوولین د هېواد د لوېديځ په یو شمېر ولایتونو کې د ایراني اسعارو یا تومانو د چلښت په اړه اندېښنه څرګندوي.
په لودېځ کې د افغانستان بانک رییس انورشاه یوسفي کلید ته وویل، اوس مهال د فراه او نیمروز ولایتونو ډېر شمېر اوسېدونکي د ایراني اسعارو یا تومانو څخه په راکړه ورکړه کې کار اخلي.
یوسفي وایي، د بهرنیو اسعارو د مخې نیولو لپاره په دې ورستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو په همغږۍ په نیمروز او فراه ولایتونو کې بېلابېل پروګرامونه پيل شول، چې ورسره د بهرنيو اسعارو چلښت يو اندازه کم شو.
د يوسفي په خبره اوس ورته معلومات نشته، چې په کومه اندازه ايراني تومان په دې ولايتونو کې لاس په لاس کېږي، خو زياتوي، چې اوسمهال د تېرو کلونو په پرتله د بهرنيو پيسو چلښت کم شوی دی.
په لودېځ کې د افغانستان بانک رییس اوسمهال د بهرنيو پيسو د کم چلښت اصلي علت د ګمرکونو جوړېدل ښيي او وایي، چې اوس ټوله سوداګري د ګمرکونو له لوري تر سره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار او کندهار ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو په وار وار سره د بهرنیو اسعارو د چلښت د مخنیوي لپاره لاریونونه کړي دي، خو حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د بهرنیو اسعارو د چلښت مخه په بشپړ ډول ونيسي.


