ads

جمهور رييس: د جګړې د ختمولو لپاره د سولې دوه اړخيزه تګلار لرو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د سولې دوه اړخيزه تګلاره لري، چې يوه برخه يې په پاکستان او بله يې په طالبانو پورې تړلې ده.

نویسنده: sarwan
9 لړم 1396
جمهور رييس: د جګړې د ختمولو لپاره د سولې دوه اړخيزه تګلار لرو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د سولې دوه اړخيزه تګلاره لري، چې يوه برخه يې په پاکستان او بله يې په طالبانو پورې تړلې ده.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو کمېټې رئيس خيريت عمروف او ورسره پلاوي سره د ليدنې په مهال وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، دوی تل د مذاکراتو دروازه پرانيستې پريښې او اوس هم تصميم د پاکستان په لاس کې دی، چې له مثبتې سيمه ييزې همکارۍ سره يو ځای کېږي او که نه.
هغه زياته کړه، د سولې د دوه اړخيزې تګلارې بله برخه له طالبانو سره د افغانستان د حکومت سوله ده، چې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې ترسره کېږي او بين الافغاني مذاکراتو دمخه هم پايلې لرلې.
د جمهور رئيس غني په وينا، طالبان بايد خپل تروريستي فعاليتونه پايته ورسوي، ځکه د هغوی فعاليتونه ټولو تروريستي ډلو ته د فعاليت زمينه برابروي.
د ليدنې په پای کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو کمېټې رئيس وويل، دوی چمتو دي، چې افغانستان سره سولې او تلپاتې ثبات ته د رسېدو په برخه کې، چې د سيمې په ثبات بدلېږي، تروريزم سره د مبارزې او نورو برخو کې هراړخيزه همکاري وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA