جلال اباد کې ۳ ځانمرګي ونیول شول
ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو درې تنه بریدګر له یوه موټر بم سره یو ځای نیولي دي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل کليد ته وويل، نیول شوي درې بریدګر، چې په یوه کرولا ډوله موټر کې یې ۱۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو او غوښتل يې چې د جلال اباد ښار په یوې ګڼ مېشته سیمه کې چاودنه ورکړي، مخکې له چاودنې ونیول شول.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed