ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو درې تنه بریدګر له یوه موټر بم سره یو ځای نیولي دي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، نیول شوي درې ځانمرګي، چې په یوه کرولا ډوله موټر کې یې ۱۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو او غوښتل يې چې د جلال اباد ښار په یوې ګڼ مېشته سیمه کې چاودنه ورکړي، خو مخکې له چاودنې ونیول شول.
نوموړی وایي، دغه برید په پاکستان کې طرحه شوی و او غوښتل يې چې له موټربم برید وروسته دوه نور کسان ځانمرګي بریدونه وکړي.
ننګرهار کې د ملي امنیت د ادارې د معلوماتو له مخې دغه موټر بم د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار ته داخل شوی و، چې له پلټنو وروسته وړمه شپه یې عاملین او موټر د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې ونیول شول.


