ads

سراج العمارت کې د واليبال درې ورځې وړاندې پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ په ورزشي ډګر کې د سولې جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال درې ورځې وړاندې پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې.

نویسنده: sarwan
8 لړم 1396
سراج العمارت کې د واليبال درې ورځې وړاندې پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ په ورزشي ډګر کې د سولې جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال درې ورځې وړاندې پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې.
د ننګرهار د بدني روزنې امر سيد عالم شاه مختاري وايي، د واليبال په دې سياليو کې د دغه ولايت پر اوو ولسواليو سربېره د لغمان يوې لوبډلې هم برخه لرله.
نوموړی زياتوي، په پايلوبه کې د لغمان ولايت احمدشاه لوبډله وتوانېده، چې د چپرهار ولسوالۍ غلام حيدر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د يادو سياليو اتلولي خپله کړي.
د مختاري په خبره، د دغو سياليو هدف د ښار او ولسواليو د لوبډلو ترمنځ د تجربو شريکول، په دې زون کې د واليبال لوبې وده او ځوانان ورزش ته هڅول وو.
بلخوا ورزشکارانو په راتلونکي کې د واليبال د پرمختګ لپاره د ورته سياليو برابرولو ترڅنګ د ولسواليو ورزشکارانو ته د ورزشي ډګرونو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA