د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي د دې ولایت د کانونو د ناقانونه استخراج په اړه اندېښنه څرګندوي.
د دې شوارغړي غلام حبیب هاشمي کلید ته وویل، چې د یو شمېر کانونو د کیندنې قردادونه پای ته رسېدلي، خو لا هم هغه معادن په ناقانونه ډول استخراجېږي.
هاشمي زياتوي، د هرات د کانونو ریاست په دغه کانونو باندې هېڅ ډول کتنه او څارنه نه لري او لکه پخواه په غیر قانوني توګه يې استخراج دوام لري.
په ورته وخت کې د هرات د کانونو رییس ضیاالحق پوپل هم مني، چې د یو شمېر کانونو د استخراج قرداونه پای ته رسېدلي او زياتوي، چې دغه قراردادونه لنډ مهاله وو او اوسمهال د جمهور رييس محمد اشرفرغني د امر پر بنسټ د قراردادونو بيا تمديد ځنډېدلی دی.
هغه وايي، اوسمهال هېڅ داسې اسناد نشته، چې دا ثابته کړي، د یاد ولایت کانونه په ناقانونه ډول استخراجېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال هرات د مس، طلا، نقرې، ذغال سنګ، مرمر او اوسپنې په ګډون ۳۴ بېلابېل ډوله معادن لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


