ننګرهار کې داعش ډلې سره د اړيکو په تور ۳ تنه نيول شوي

د ننګرهار په هسکې مېنې او ښېوې ولسواليو کې داعش وسله والو سره د اړيکو په تور درې تنه نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې پوليسو د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بلال په نوم د داعش ډلې يو فعال غړی نيولی دی.